۰
ملګري ملتونه:

لا هم په افغانستان کې تر ۲۲۰۰ پورې داعشیان فعالیت لري

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
ملګرو ملتونو په خپل ۱۲ ام راپور کې یو وار بیا سولې او نړیوال امنیت ته د داعش د خطر خبرداری ورکړی ویلي سره له دې چې دغه ډله کمزورې شوې، خو لا یې هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
لا هم په افغانستان کې تر ۲۲۰۰ پورې داعشیان فعالیت لري
ملګرو ملتونو په خپل ۱۲ ام راپور کې یو وار بیا سولې او نړیوال امنیت ته د داعش د خطر خبرداری ورکړی ویلي سره له دې چې دغه ډله کمزورې شوې، خو لا یې هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویل شوي، چې د داعش ډله د افغانستان په ننګرهار او کونړ ولایت کې تر ډېره فعاله ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمشني آنتوینو ګوتر په راپور کې زیاته کړې، که څه هم داعش باندې نګرهار او کنړ کې جفرافیايي کړۍ تنګه شوې، خو له دې سره سره دغه ډله فعاله ده او د څو وروستیو خونړیو بریدونو مسوولیت یې واخیست.

نوموړي ویلي، چې پر کابل پوهنتون د برید، ننګرهار کې پر زندان برید او ننګرهار کې د یوې خبریالانې ملالې میوند وژنه هغه پېښې دي، چې داعش یې مسوولیت منلی.
 
په راپور کې ویل شوي، که څه هم داعش شاتګ کړی خو لا هم د افغانستان د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

د ملګرو ملتونو راپور زیاته کړې، چې په اوس مهال کې له ۱۰۰۰ تر ۲۲۰۰ پورې داعشیان د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې حضور لري او د دې احتمال شته، چې پر لویو ښارونو له دې ډلې پر کابل بریدونه وکړي.

راپور کې دا هم ویل شوی، چې د تېر کال د جون میاشتې راهیسې د داعش مشرتوب د شهاب المهاجر پر غاړه دی او نوموړی په افغانستان، بنګله دېش، هند، مالدیف، پاکستان، سریلانکا او د منځنۍ آسیا په ځینو نورو هېوادونو کې دغه ډله رهبري کوي او له حقاني شبکې سره تړوا او کورنۍ اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو راپور دا هم ویلي، چې داعش تمه لري، چې په سوریه او عراق کې د ناامنیو په زیاتېدو سره بېرته خپل جنګیالي فعال کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي