په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو خبر ورکړی، چې افغان ځواکونو د بلخ او جوزجان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قول اردو نن دوشبنې د سلواغې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه استخباراتي مسوول په مزار شریف ښار کې نیول شوی دی.
سرچینې ویلي، روزي خان د میرآجان زوی، چې د بلخ د چهاربولک او د جوزجان د فیض آباد ولسوالیو لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول و، په مزار شریف ښار کې ونیول شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون دفاع وزارت د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو د لایزري قطعې قوماندان او د کندهار او هلمند د جګړو رهبري کوونکي ملا احمد د نیول کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل