۰
جنرال مک کنېزي:

د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د بهرینو ځواکونو وتل پېچلي کړي دي

سی شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کېنزي وايي، طالبانو تاوتریخوالی، هدفي وژنې او د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړې ته زور ورکړی او دغه کار یې د امریکايي ځواکونو وتل پېچلي کړي دي.
د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د بهرینو ځواکونو وتل پېچلي کړي دي
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کېنزي وايي، طالبانو تاوتریخوالی، هدفي وژنې او د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړې ته زور ورکړی او دغه کار یې د امریکايي ځواکونو وتل پېچلي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي جنرال زیاته کړې، که څه هم طالبانو پر نړیوالو ځواکونو بریدونه درولي خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې تر څنګ طالبانو هدفي وژنې او تاوتریخوالی هم زیات کړی او دې کار له افغانستان د امریکايی ځواکونو د وتلو موضوع پېچلې کړې ده.

هغه ویلي«زموږ معلومات ښيي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او د افغانستان په هره برخه کې هدفي بریدونه ترسره کوي.»

په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا چې د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمولو ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي ټینګار کړي، هیله دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې به پایلې ته ورسوي، خو عیني واقعیتونه ښيي چې طالبان د جګړو د ختمولو پر ځای جګړې شدیدې کړې دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

د هغه په وینا امریکایي نظامي او ديپلوماتیکې ادارې دمګړی د امریکا او طالبانو د هوکړې پر ارزونه بوختې دي او ښایي ډېر ژر په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي سناتور لیندسي ګراهام هم ویلي، چې امریکايي ځواکونه به تر مۍ وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

دی وايي، امریکا به شرایطو ته په کتو به افغانستان کې د مېشتو امریکايی ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي، ځکه په وینا یې که شرایط برابر نه وي او امریکايي ځواکونه وایستل شي، ښايي افغانستان بیا د القاعده او داعش ځاله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي