۰
امریکا:

افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده، طالبان د هدفي وژنو مسوول دي

شنبی ۲۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي خواشنۍ څرګنده کړې وايي، د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او دې وضعیت ټول خواشني کړي دي.
افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده، طالبان د هدفي وژنو مسوول دي
د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي خواشنۍ څرګنده کړې وايي، د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او دې وضعیت ټول خواشني کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونده او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو له رسنیو سره په مرکه کې کړې دي.

دواړو ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی په ډېر لوړه کچه ان د کرښې پای دی او دغه وضعیت ټول خواشني کړي دي.

هغه زیاته کړې«په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر لوړ دی، د کرښې پای دی او افغانان ترې کړیږي، دا مهمه مسئله ده. دا هغه څه دي چې موږ اوس ډېر تمرکز پرې لرو، په همدې خاطر هم موږ غواړو چې یو سیاسي جوړجاړی ترلاسه کړو، څو دا جګړه په مسوولانه او ثابته لار پای ته ورسوو.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی خورا لوړ او د منلو نه دی.

دغه چارواکي ټینګار کړي، چې د تاوتریخوالي دغه کچه له شک پرته په افغانستان کې د روان کړکېچ د هر ډول حل مخه نیسي.

یاد چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې طالبان د اکثرو هدفي وژنو مسوولین دي او دې ډلې د تاوتریخوالي یو ایکو سیسټم رامنځته کړی دی.

دې چارواکي زیاته کړې، چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل په رانږدې کېدو له جدي معضلو سره مخ دی.

امریکايي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل سره سم په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ورسره په دې وروستیو کې د سولې مذاکرات هم نسبي په ټپه درېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي