۰

بغلان کې د طالبانو زندان مات او ۴۲ تنه ترې راخوشي شول

سی شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
بغلان کې د طالبانو زندان مات او ۴۲ تنه ترې راخوشي شول
ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او د نظامیانو په ګډون یې ۴۲ تنه ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د سلواغې ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کمانډو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوروزک په کلي کې د طالبانو پر زندان چاپه وهلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او د ۲۵ نظامیانو په ګډون یې ۴۲ ملکي وګړي ترې راخوشي کړي دي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې افغان ځواکونو تر دې څو اوونۍ وړاندې لوګر، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د طالبانو یو شمېر زندانونه مات کړي و او د نظامیانو په ګډون یې لسګونه ملکي وګړي ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي