۰
د بې پولې خبريالانو ټولنه:

امریکا دې له خطر سره مخ افغان خبریالان وباسي

یکشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
د بې پولې خبریالانو ټولنې له امریکا غوښتي، هغه افغان خبریالان چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستان څخه وباسي.
امریکا دې له خطر سره مخ افغان خبریالان وباسي
د بې پولې خبریالانو ټولنې له امریکا غوښتي، هغه افغان خبریالان چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې مشر کیسټوف ډیلویر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، داسې ښکاري، چې امریکا اوس یوازې خپل اتباع او پخواني کارکوونکي باسي.

نوموړي زیاته کړې، همدې ته په اندېښنه کې دي، چې دې کال د نورو کسانو، چې ژوند یې په خطر کې دی او د ایستلو مستحق دي، د ایستلو پروسه له خنډ سره مخ کړې ده.

ډیلویر وايي، په لسګونو کسانو ورڅخه له افغانستانه د سمدستي ایستلو غوښتنه کړې چې ستونزه د ویزو یا په الوتنو کې د سیټونو نه ده، بلکې ستونزه دا ده چې دوی نه شي کولای ترالوتکو پورې ورسېږي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د دغو خبریالانو د ایستلو لپاره ځانګړې پروګرام جوړ کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه پر داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې طالبانو د عمومي عفوې تر څنګ په وار وار ویلي، چې رسنۍ او خبریالان دې خپل فعالیت پیل کړي او هېڅ ډول ګواښ ورته متوجه نه دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ان په لومړي کنفرانس کې دا هم و ویل، چې رسنۍ د بې پرېتوب اصل او نورو اصولو په پام کې نیولو سره کولی شي پر دوی سالمې نیوکې وکړې او اصلاح ته یې وهڅوي.

د ښاغلي مجاهد تر دې خبرو او د طالبانو تر اعلان وروسته یو شمېر رسنیو په آزاد ډول خپل فعالیتونه پیل کړي او ان په تصویري رسنیو کې ښځینه خبریالانې هم خپلې دندې مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي