۰
د بې پولې خبریالانو ټولنه:

نړیواله محکمه د افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو قضیې وڅېړي

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۹
د بې پولې خبریالانو ټولنې له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې رامنځته شوې کرکه، جنایت او وحشت وڅېړي.
نړیواله محکمه د افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو قضیې وڅېړي
د بې پولې خبریالانو ټولنې له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې رامنځته شوې کرکه، جنایت او وحشت وڅېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې بنسټ د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال فاتو بېنسودا غوښتي چې د ۲۰۲۰ له مارچ را په دې خوا د افغان خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وژنو د قضیو په اړه څېړنه وکړي.

دغه ټولنې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده موده کې د بېلابېلو ولایتونو یوولس خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي.

ټولنې د دې وژنو مسؤل وسله والې ډلې بللې چې طالبان یې په سر کې دي او په وینا یې دوی سره په دې اړه کره او دقیق معلومات شته دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې سل خبریالان د خپل کار او مسلک په خاطر وژل شوي دي چې ۱۶ په کې بهرنیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي