افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګلخانې ماڼې کې کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا، سیمه ییزه همکاریو او افغان سولې پروسه باندې خبرې کړې دي.
ښاغلي کاملوف د سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو تر عنوان لاندې کنفرانس کې ولسمشر غني ته د ګډون بلنلیک وړاندې کړ.
ټاکل شوې د سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو تر عنوان لاندې کنفرانس په جولای میاشت کې په تاشکند کې جوړ شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دغه کنفرانس کې به د ولسمشر غني او ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سربېره د هند او پاکستان لومړي وزیران، امریکا، روسیې او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او استازي هم ګډون وکړي.
خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ په اقتصادي او فرهنګي برخو کې د تفاهم لیکونو د تطبیق څرنګوالي په اړه چې دوه کاله وړاندې لاسلیک شوي، هم خبرې وکړې.
په پای کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي او د پایداره او باعزته سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.
د یادونې ده، چې ښاغلي کاملوف پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار ډاکتر حمدالله سره هم کتلي او پر یو لړ دوه اړخیزه مسایلو او افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل