۰

کمانډو ځواکونو هرات کې د طالبانو له زندان ۳۴ سرتېري راخوشي کړي

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو او کمانډو ځواکونو هرات ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۳۴ نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.
کمانډو ځواکونو هرات کې د طالبانو له زندان ۳۴ سرتېري راخوشي کړي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو او کمانډو ځواکونو هرات ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۳۴ نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو او کمانډو ځواکونو پرون د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په کروچه کلي کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د هوايي ځواک په ملاتړ د افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او ۳۴ نظامیان ترې راخوشي شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په خوشي شویو نظامیانو کې ۱۱ افغان پوځیان، ۷ تنه ملي پولیس، ۳ تنه د هوايي ځواک، ۵ تنه د پروژو ساتونکي، ۷ تنه دولتي مامورین او یو تن اربکی شامل دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي په دې عملیاتو کې د طالبانو یو زندان او دوه عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه غبرګون نه دي ښودلي.

دا په تېرو څو میاشتو کې طالبانو کابو ۷ زندان دی، چې د افغان ځواکونو له خوا مات او بندیان ترې راخوشي کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي