ملي دفاع وزارت وايي، کاپیسا ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د دریو بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د کب ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمانډو او هوايي ځواک په ملاتړ پرون د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې دره افغانیه کې عملیات تر سره کړي دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دریو بهرنیو وګړو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي، چې دوه یې په کې قوماندانان هم دي.
ملي دفاع وزارت وايي، د طالبانو وژل شوي سرګروپان حزب الله بدر او ولي الله حظیفه نومېږي او دغه راز درې بهرني جنګیالي هم وزیرستاني دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې دره افغانیه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې، ۳۶ کړۍ ماینونه، ۶ سمڅې، دوه موټر او یوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل