۰

روسیه د افغان سولې په تړاو غونډه جوړوي، عبدالله هم وربلل شوی دی

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
راپورونه وايي، روسیه په پام کې لري، چې د افغان سولې په تړوا مسکو کې یوه غونده جوړه کړي، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله هم وربلل شوی دی.
روسیه د افغان سولې په تړاو غونډه جوړوي، عبدالله هم وربلل شوی دی
راپورونه وايي، روسیه په پام کې لري، چې د افغان سولې په تړوا مسکو کې یوه غونده جوړه کړي، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله هم وربلل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې د جوړېدو نېټه نه ده ښودل شوې، خو وايي، مسکو غواړي دا غونډه د افغان حکومت، امریکا او طالبانو په ګډون جوه کړي.

راپورونه وایي، په همدې تړاو ځینې افغان سیاسیونو ته هم بلنلیکونه لېږل شوي دي، چې کېدای شي، د حکومت مشرتابه، ځینې سیاسي مشران، طالب مشران، د سیمې هېوادونو او امریکا استازي به هم په کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاتوي، چې په همدې تړاو ځینې حکومتي مشرانو، سیاسیون، د سیمې هېوادونو او امریکا استازو ته بلنلیکونه هم لېږل شوي دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا خو تایید کړې، چې دوی ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنلیک رسېدلی دی.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ټوېټ پیغام کې تایید کړې، چې روسیې د شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته په مسکو کې د سولې په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون بلنلیک لېږلی دی.

نوموړي ویلي، چې د ملي مصالحې عالي شورا دمګړی په دې اړه په مشورو بوخته ده.

تر اوسه د دغه کنفرانس د جوړېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو څو اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي و، چې مسکو به ډېر ژر د افغان سولې په تړاو یوه غونده جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا په نوې طرحه کې ویل شوي، چې دېر ژر به د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې یوه غونده جوړه شي.

د یادونې ده، چې مسکو تر دې وړاندې هم د افغان سولې په تړاو دوه - درې کنفرانسونه او غونډې جوړې کړې وې، خو کومه مثبته پایله یې نه درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي