۰

افغانستان او ترکیې د کرنې او مالدارۍ برخه کې تړون لاسلیک کړ

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۳
د افغانستان او ترکیې د کرنۍ او مالدارۍ وزارتونو تر منځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو یو تړون لاسلیک شو.
افغانستان او ترکیې د کرنې او مالدارۍ برخه کې تړون لاسلیک کړ
د افغانستان او ترکیې د کرنۍ او مالدارۍ وزارتونو تر منځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو یو تړون لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن سه شنبې د کب ۱۹ مه ډاکتر انورالحق احدي له خپل ترکي سیال ډاکټر بکر پاکډمیرلي سره په انقره کې لاسلیک کړی دی.

د همکاریو دغه هوکړه لیک د افغان حکومت او د ترکیې حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک نومېږي.

د افغانستان کرنې وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، په دې هوکړه لیک کې د داوړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنه، د کرنې، اوبولګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.

د کرنې وزیر د دې تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، دا هوکړه لیک د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار د دواړو هېوادونو ترمځ ښه پیل دی.

نوموړي له ترکیې په مننې زیاته کړې، دې هوکړه لیک کې د کرنې اړوندو موضوعاتو ته په هر اړخیز ډول ځای ورکړل شوي دي.

د ښاغلي احدي په وینا دا کولی شي، د اړیکو د پیاوړتیا لامل شي، ځکه د ترکیې کرنیز تجربې کولی شي، چې د افغانستان د کرنې د ودې لپاره ګتورې تمامې شي.

ده خپل ترکي سیال ته ډاډ ورکړي، چې هڅه کوي، د کرنۍ وزارت کارکوونکي دغه هوکړه لیک په ښه ډول پلی کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي ویلي، د دواړوهېوادونو لپاره کرنه یو لوی سکټور دی.

د هغه په وینا دا هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالوماتو شریکولو په پار یو ښه پیل دی، تر څو د یوبل له تجربو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړو.

نوموړي ټینګار کړي، چې د بېلابېلو هېوادونو په همکارۍ سره کرنه وده کوي او دوی غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړو.

د یادونې ده، چې دغه هوکړه لیک د دواړو لورو د ګډ ټيم له خوا په ۱۰ مادو کې چمتو او لاسلیک شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي