۰
ملګري ملتونه:

د افغان سولې بهیر کې باید دولت، اساسي قانون او د نظام جوړښت ته درناوی وشي

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۹
ملګري ملتونو ټینګار کړي، چې د افغان سولې بهیر کې د افغانستان دولت، اساسي قانون، د دې هېواد خلکو او د نظام جوړښت ته باید درناوی وشي او د دوی په غوښتنه باید وي.
د افغان سولې بهیر کې باید دولت، اساسي قانون او د نظام جوړښت ته درناوی وشي
ملګري ملتونو ټینګار کړي، چې د افغان سولې بهیر کې د افغانستان دولت، اساسي قانون، د دې هېواد خلکو او د نظام جوړښت ته باید درناوی وشي او د دوی په غوښتنه باید وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبرا لاینز کړې دي.

نوموړې، چې دا مهال په دوحه کې د افغان دولت له مرکچي پلاوی سره کتلي او د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

مېرمن لاینز ویلي، د سولې بهیر اوږدمهاله دی او په دې اړه له رامنځته شوي فرصت څخه باید سمه ګټه واخېستل شي.

دې زیاته کړې، چې ملګري ملتونه به په منظم ډول دې بهیر کې حضور ولري څو ټولې چارې له نژدې وویني او له پرمختګونو او چټکوالي یې ډاډ ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو استازې ویلي« د افغانستان د سولې برخه کې د نړیوالې ټولنې ټولې هڅې باید همغږي وي او د افغانستان دولت، اساسي قانون، د دې هېواد خلکو او د نظام جوړښت ته باید درناوی وشي او د دوی په غوښتنه باید وي.»

مېرمن دیبرا لاینز په دې لیدنه کې د افغانستان د تاوتریخوالي په ډېرېدوهم اندېښنه ښودلې او یوځل بیا یې پر اوربند ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په لیک کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د ملګرو ملتونو د ونډې په زیاتېدو ټینګار کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي