۰

روسیې په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړ

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۱
د افغان سولې په تړاو د امریکا تر نوې طرحې وروسته روسیې هم په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو ملاتړ اعلان کړی دی.
روسیې په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړ
د افغان سولې په تړاو د امریکا تر نوې طرحې وروسته روسیې هم په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو ملاتړ اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو افغانستان کې د موقت حکومت څخه ملاتړ کوي او دا د طالبانو د ادغام او افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره یوه منطقيلار ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي«یو ټول شموله موقت حکومت د افغانستان په سیاسي فضا کې د طالبانو د ادغام یوه منطقي لار ده.»

خو نوموړې ټینګار کړی، چې دغه تصمیم باید خپله د افغانانو له خوا ونیول شي او هر څه د ملي روغې جوړې د برنامې له لارې وشي.

روسیه پر داسې مهال د موقت حکومت د جوړېدو مخالفت کوي، چې افغان دولت د امریکا تر طرحې وروسته په کلکه د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی دی.

افغان چارواکي وايي، د موقت حکومت رامنځ ته کېدل د نظام د پاشل کېدو په مانا دی او داښيي، چې افغانان به هر څه له سره پیلوي.

مسکو دا اعلان پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د روانې کب میاشتې په ۲۸ مه په مسکو کې او تر دې څو ورځې وروسته په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو غونډې جوړې شي.

د مسکو غونډه د روسیې اتبکار دی خو په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه د امریکا له خوا جوړېږي، چې نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان به هم په کې ګډون ولري.

د ترکیې د غوندې جوړېدو تابیا وروسته له هغې وشوې وه، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پر مهال د سولې په تړاو نوې طرحه راوړه او وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د همدې طرحې په تړاو ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ته یو لیک ولېږه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي