۰
د یوناما پخوانی استازی او د کاناډا پخوانی سفیر:

تر چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه پای ته ونه رسوي، سوله نه راځي

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۶
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی پخوانی مرستیال او د کاناډا پخوانی سفیر کرستین الکساندر وايي، تر چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله پته نیابتي جګړه پای ته ونه روسي، افغانستان کې سوله ناشونې ده.
تر چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه پای ته ونه رسوي، سوله نه راځي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی پخوانی مرستیال او د کاناډا پخوانی سفیر کرستین الکساندر وايي، تر چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله پته نیابتي جګړه پای ته ونه روسي، افغانستان کې سوله ناشونې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکساندر له طلوع تلوېزیون سره خبرو کې ویلي، چې طالبان د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري تمولېږي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږي.

نوموړي زیاته کړې«امریکا په پیل کې افغانان دې ته وهڅول چې د طالبانو له استازو سره د خبرو مېز ته کېني، له هغه طالبانو سره چې د افغانانو او ان له خپل استازیتوبه هم خبرې نه کوي، ان هغه طالبان سره چې د یوه نظامي ځواک په سر کې، چې پرته له تاوتریخوالي افغانستان ته بل هدف نه لري، دا هغه ډله ده، چې د یوه ګاونډي یعنې پاکستان د استخباراتو له خوا یې ملاتړ کېږي، تمویلېږي، روزنه ورکوي، رهبري کوي یې او بیا یې رالېږي.»

دی وايي، همدې ته په کتو تر چې پاکستان په افغانستان کې خپله پټه نیابتي جګړه او نظامي مداخله پای ته نه وي رسولې، افغانستان کې سوله ښایي رانشي.

کرستین الکساندر زیاتوي، همدا د پاکستان پټه نیابتي جګړه، چې اوس ښکاره شوې او نظامي مداخله یې په تاوتریخوالي سره مخ ته ځي، تر چې ونه درول شي، افغانستان کې سوله ناشونې ده.

د ده په باور باید چې امریکا متحده ایالات په دغه مساله باندې جدي تمرکز وکړي.

دغه پخواني دیپلومات ویلي«زما له نظره که چېرې نړیواله ټولنه د پاکستان دغه غیرقانوني چلند بربنډ کړي، ښايي څه تغیرات رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په وار وار پاکستان په ځانګړي ډول د دغه هېواد پوځ او استخبارات د طالبانو په ملاتړ او په افغانستان کې په نیابتي جګړه تورن شوي، خو پاکستان او طالبانو تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

تازه درې ورځې وړاندې کابل کې د پاکستان سفیر ویلی وو، پاکستان اوس پر طالبانو هغسې نفوذ نه لري، چې په زور یې د خبرو میز ته کېنوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي