۰
ولسمشر غني:

طالبان سولې ته اراده نه لري، هڅه کوي د سولې پروسه سبوتاژ کړي

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۸
ارګ په کابل، هرات او بغلان ولایتونو کې وروستي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د وسله والو طالبانو کار بللی دی.
طالبان سولې ته اراده نه لري، هڅه کوي د سولې پروسه سبوتاژ کړي
ارګ په کابل، هرات او بغلان ولایتونو کې وروستي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د وسله والو طالبانو کار بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوی، چې د ملکي خدماتو او عامه تاسیساتو پر کارکوونکو، ساتونکو او استادانو او محصلینو بریدونه د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف او ښکاره جنایت دی، چې هېڅ توجیحه نه لري.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ښيي، چې دا ډله نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

د یادونې ده، چې پرون په کابل کې د مخابراتو وزارت د کارکوونکو په کاسټر موټر د منګوري ماین چاودنې درې تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو کسانو کې یوه امیدواره مېرمن او د هغې شپږ کلنه لور هم شاملې دي.

تر دې وروسته نن سهار وختي د هرات د پاشدان اوبو بند پر ساتونکو وسله وال برید شوی، چې درې ساتونکي وژل شوي، څلور ټپیان او څلور لا درکه دي.

دغه راز د بغلان پوهنتون د محصلینو او استادانو په موټر هم برید شوی، چې یو موټر چلوونکی او یو محصل په کې وژل شوی او شپږ استادان ټپیان شوي دي.

که څه هم سیمه ییز چارواکي او ارګ وايي، دغه بریدونه طالبانو کړي، خو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي