د ملګرو ملتونو عمومي منیشي نتونیو ګوترېش د مسکو او ترکیې تر غوندو وړاندې د افغانستان د سولې د مسئلې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ګوترېش ټاکل شوی استازی ژان آرنولټ نومېږي او د ملګرو ملتونو فرانسوی دیپلومات دی.
ښاغلي ګوترېش دغه فرانسوي دیپلومات ژان آرنولټ د ملګرو ملتونو د سولې په برخه کې یو تکړه مرکچي بللی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، ژان به په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له مشرې دیبورا لاینز سره ګډ کار کوي.
د یادونې ده، چې ژان آرنولټ تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري د ګڼو هېوادونو د سولې په پروسو کې همکاري کړې ده.
ملګري ملتونه وایي چې د مسکو او ترکیې تر غونډو مخکې یې خپل نوی استازی مقرر کړی دی او دغه استازی به هڅه کوي چې افغان جګړې ته د سیاسي حل په پیدا کولو کې رغنده ګامونه اوچت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل