مارشال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس او د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي، وايي، طالبان د فتحې او تسلیمۍ خوبونه ویني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د مسکو له غونډې وروسته نن شنبې د کب ۳۰ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو دغه کاذب باور باید پرعکس کړی شي.
نوموړي زیاته کړې، له دې زیات طالب ته مشروعیت ورکول نه یوازې تېر تاریخ ته ګرځېدل دي، بلکې د ۲۰۰۱ م کال د تجربو بیا تکرار دی.
فرهمند چې مارشال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس هم دی ویلي، له وینو بهېدونو سره یو ځای یو اړخیزه توافق په هېواد کې تل پاتې سوله نه شي راوستی او دا به د یوې سړې جګړې پیلامه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل