۰

ملي دفاع وزارت: بهسودو کې د پوځ چورلکه د عليپور کسانو ویشتې

شنبی ۳۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
له څېړونو وروسته ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې د وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چورلکه د عليپور د کسانو له خوا ویشتل شوې ده.
ملي دفاع وزارت: بهسودو کې د پوځ چورلکه د عليپور کسانو ویشتې
له څېړونو وروسته ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې د وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چورلکه د عليپور د کسانو له خوا ویشتل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبې د کب ۳۰ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

فواد امان ویلي«زموږ څېړنې، لاس ته ارغلي اسناد او شواهد ښيي، چې بهسودو ولسوالۍ کې د پوځ یوه چورلکه د عليپور د جګړه مارو په نښه کړې ده.»

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند ټینګار کړي، چې په هر بیه به د دغه پېښې له عاملانو څخه د افغان ځواکونو د وینې غچ اخلي او خپله سزا به و ویني.

د یادونې ده، چې خپله علیپور او د هغه نېږدې کسانو هم دا خبره تایید کړې، چې د پوځ یوه چورلکه یې په بسهودو ولسوالۍ کې ویشتلې ده.

عليپور له ایران انټرنېشل سره په مرکه کې ومنله چې چورلکه د ده د کسانو له خوا په نښه شوې ده او ادعا یې وکړه، چې دغه چورلکه د ده د جګړه مارو د ځپلو لپاره راغلې وه نو ځکه یې و ویشته.

باید و ویل شي، چې د افغان پوځ اېم ای ۱۷ ډوله چورلکه تېرې پنشنبې په ورځ د وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په اوله برخه کې هغه مهال و ویشتل شوه، چې د افغان ځواکونو اکمالات یې کول.

ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې په دغه چورلکه کې څلور پيلوټان او د افغان ځانګړو ځواکونو پنځه تنه سرتېري وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو جنازه تېره ورځ تر سره شوه او افغان لوړ پوړو پوځي چارواکو و ویل، چې د دغه برید غچ به اخلي.

د افغان پوځ مشر جنرال یاسین ضیا ویلی، چا چې زموږ د سنګر ملګري او د دې هېواد رښتیني بچیان د وردګو په بهسودو کې په شهادت رسولي، بې ځوابه به پاتې نه شي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې د دوی جدي څېړنې روانې دي او د پېښل عاملین به خپل د دغه شوم عمل جزار هرومرو و ویني.

د پوځ لوی درسیتز دا هم ویلي دي، هر څوک چې زموږ له ځواکونو سره جګړه وکړي، د دښمنان په توګه به سخت وځپل شي.
 
په ورته وخت د ملي دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخیل هم ویلي، د پوځ چورلکه که عليپور ویشتلې او یا یې کسانو بې ځوابه پاتې نه شي او هرومرو به ترې غچ واخستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي