د ناټو لپاره د امریکا شارژدافیر ډاوګلس جونز وايي، د طالبانو او واشنګټن تر منځ د دوحې هوکړې ارزونه لا هم روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ديپلومات چې پرون په بروکسل کې خبربالانو ته و ویل، چې تر اوسه په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا به په دې اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له خپلو متحدینو سره دې بحث ته دوام ورکړي.
دی وايي، د ناټو غونډه کې به پر افغانستان او دغلته په راتلونکو لارو چارو خبرې او مشورې وشي.
د یادونې ده، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران غونډه به نن سه شنبې د وري ۳ مه بروکسل کې جوړه شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د دغه غوندې اصلي موضوع دا ده، چې له افغانستان څخه تر مۍ پورې سرتېري وباسي او که نه.
جمهورخبري آژانس:کابل