۰

د اوبو د تنظیم اداره: افغانستان کې پر ۱۳ اوبو بندونو کار روان دی

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۶
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، په هېواد کې د اوبو پر ۱۳ بندونو کار روان دی، چې ډېرې برخې یې بشپړې شوې دي.
د اوبو د تنظیم اداره: افغانستان کې پر ۱۳ اوبو بندونو کار روان دی
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، په هېواد کې د اوبو پر ۱۳ بندونو کار روان دی، چې ډېرې برخې یې بشپړې شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، همدا اوس هلمند کې د کجکي، فراه کې د بخش آباد، هرات کې د پاشدان، پکتیا کې د مچلغو، غزني کې د سلطان، زابل کې د توری، ارزوګان کې د سراب او شفلوغ، بدخشان کې د شورابک او کابل کې د شاه و عروس بند کارونه دوام لري.
 
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې په نېږدې راتلونکې کې به د هند له خوا کابل کې د شاه توت پر اوبو بند هم کار پیل شي.

دی وايي، کابل کې د شاه و عروس او بدخشان کې د شورابک بندونه د بشپړېدو په حال کې دي او په نېږدې راتلونکې کې به پرانستل شي.
دغه راز ده و ویل، چې د پاشدان بند د دوه میګاواټه برېښنا د تولید او ۱۸ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې بند کې ۵۴ میلیون متره مکعبه اوبه ذخیره کېږي، چې ۱۱۷ میلیون امریکايي ډالر لښګت پرې راځي.

خپلواک وايي، د پاشدان بند کار د ۱۳۹۰ کال په لومړیو کې پیل شوې، چې اوس مهال یې ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر درې ورځې وړاندې نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پرانسته وکړه او ویې ویل، چې نور خپلې اوبه چا ته مفتې نه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي