۰

د آسیا زړه –استانبول کنفرانس ګډه اعلامیه: د سولې او ثبات لپاره اوربند اړین دی

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د آسیا زړه –استانبول کنفرانس په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمول او اوربند اړین دی.
د آسیا زړه –استانبول کنفرانس ګډه اعلامیه: د سولې او ثبات لپاره اوربند اړین دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د آسیا زړه –استانبول کنفرانس په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمول او اوربند اړین دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کنفرانس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر دوام هم اندېښنه ښودلې ده.

سرچینه زیاتوي، د یاد کنفرانس کډونوالو افغان جګړه نامشروع او د نه منلو وړ وبلله او په ګډه اعلامیه کې یې ټینګار کړي، چې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اوربند اړین دی.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې کډه اعلامیه کې د طالبانو او نورو ترهګرو دلو له خوا پر ملکي وګړو، مدني فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو پر مدافعینو، د رسنیو پر کار کوونکو هدفي بریدونه غندل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د کنفرانس ګډونوالو د نړیوال تروریزم پر ضد د افغان ځواکونو قرباني ستایلې ده.

د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د مخدره موادو، کښت، قاچاق، تولید او غیر قانوني سوداګري د سیمې د اقتصادي، ټولنیز او امنیتي ثبات لپاره ګواښ بللی او د نړیوالو تړونونو له مخې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

دغه راز دوی د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د افغان سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو پر محوري رول باندې په ټینګار سره د یاد سازمان د فعال حضور هر کلی کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسیازړه ـ استانبولې پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د تاجکستان او افغانستان د ولسمشرانو او د ۱۳ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د تېرې دوشنبې په ورځ پرانیستل شو او پرون مازدیګر پای ته ورسېد.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي