۰

پاکستان اوس هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو کلک ملاتړ کوي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۴
راپورونه وايي، د امریکا کانګرس ته په یوه تازه چمتو شوي راپور کې ویل شوي، پاکستان لا هم افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او دا چاره یې دوامداره ساتلې.
پاکستان اوس هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو کلک ملاتړ کوي
راپورونه وايي، د امریکا کانګرس ته په یوه تازه چمتو شوي راپور کې ویل شوي، پاکستان لا هم افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او دا چاره یې دوامداره ساتلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه تازه راپور د کانګریګېشنل ریسرچ سرویس لخوا د امریکا کانګرس ته چمتوی کړی شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، پاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او همدا اوس هم د حقاني شبکې څخه کلک ملاتړ کوي.

راپور کې ویل شوي، چې د وسله والو ډلو دغه ملاتړ د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا کېږي او ادامه یې ورکړې ده.

دغه راپور کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د پاکستان ملاتړ په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، پاکستان د افغان کشالې په اواري کې مهم رول لوبولی شي او باید ورباندې فشار راوړل شي، تر چې په دې برخه کې خپل مثبت رول په سیمه او رښتینې توګه ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي