۰

اتمر او د ترکیې سفر د استانبول پر غونده خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د ترکیې له سفیر اوزهان ارطغرل سره د استانبول غونډې لپاره پر همغږیو خبرې کړې دي.
اتمر او د ترکیې سفر د استانبول پر غونده خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د ترکیې له سفیر اوزهان ارطغرل سره د استانبول غونډې لپاره پر همغږیو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د وري ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ښاغلي اتمر او ارطغرل لیدنه پرون شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د استانبول د کنفرانس لپاره د همغږیو پر رامنځ ته کېدو او د دې بهیر لپاره پر تیاریو بحثونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، کابل کې د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې د افغان سولې لپاره هڅه کوي او او د استانبول د کنفرانس لپاره اړینې تیارۍ نیول شوې دي.

په دې لیدنه کې همدا راز د ترکیې د کنفرانس پر احتمالي اجنډا هم خبرې شوې دي.

اتمر د ترکیې له حکومت مننه کړې چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره همکاري کړې ده.

د یادولو ده، چې ښاغلي اتمر پرون کابل کې د امریکا له شارژدافیر او د چین له سفیر سره هم پر افغان سوله او د سولې په اړه د تریکې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې ورسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي