د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د انګلستان له سفیرې الیسن ماري بلیک سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر له مېرمن بلیک سره هالنډ ته د خپل وروستي سفر په اړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او له افغانستان سره د هغه هېواد همکاریو پر دوام خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي اتمر د نړیوالې جنايي محکمې له چارواکو سره د افغانستان د جګپوړي پلاوي د خبرو پايلې او د دغه سفر په ترڅ کې، افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو ثبت او د مجرمینو لپاره د معافیت فرهنګ له منځه وړلو لپاره ژمنې، مهمې لاسته راوړنې وګڼلې.
ښاغلي اتمر له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي توګه له انګلستان څخه وغوښتل چې د هېواد د اړوندو بنسټونو د پیاوړى کولو په موخه د نړیوالې جنايي محکمې سره د افغانستان د حکومت د کړو ژمنو په پوره کولو کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د انګلیس سفیرې هم په افغانستان کې د جنګي جرمونو قضیو د تعقیب او نړیوالې جنايي محکمې سره د همکارۍ میکانیزم د جوړولو په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو څخه په ستاينې سره، د افغانستان غوښتنو سره سم له خپل هېواد سره د يادې موضوع مطرح کولو په اړه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته يې ډاډ ورکړ.
سربیره پردې، دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو، د همکاریو دوام او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل