۰

کابل، تهران او اسلام آباد پر افغان سوله درې اړخیزه غونده جوړوي

دوشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي.
کابل، تهران او اسلام آباد پر افغان سوله درې اړخیزه غونده جوړوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت خبرپانه وايي، ښاغلي طاهریان ښاغلي اتمر ته پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل.

طاهریان د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې غونډې جوړېدا یې د افغان سولې لپاره د سیمه ‌ییزې اجماع د پیاوړتیا او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.

سرچینه وايي، ښاغلي اتمر ذ طاهریان هغه وړاندیز چې ایران، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې د جوړېدو لپاره‌یې کړی، ومانه.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي اتمر دغه وړاندیز په اصولو کې تأیید کړ او هغه‌یې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره مهمه وبلله.

په خبرپاڼه کې نه‌ دي ویل شوي چې دغه غونډه به کله جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي