۰

حنیف اتمر د قطر له ځانګړي استازي سره پر سوله غږېدلی

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد سره کتلي دي.
حنیف اتمر د قطر له ځانګړي استازي سره پر سوله غږېدلی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښاغلي اتمر او ښاغلي ماجد لیدنه پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه شوې او دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د قطر ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

نوموړي په ټينګار سره ویلي، قطرد دې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره روانه جګړه ختمه شي او په افغانستان کې ښکېلې خواوې د سولې لار خپله کړي.

مطلق بن ماجد ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر ویلي، قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې ده خو د دې اړتیا ده چې خپلې همکارۍ او فشارونه ډېر کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او ددې غوښتونکی دی چې طالبان په رښتینې توګه مذاکراتو ته مخه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي