سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د ګازو یو شرکت اور اخیستی خو تر اوسه یې د مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نشته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اورلګېدنه د هرات ولایت په کمرکلاغ سیمه کې د څلور ټانکرو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د هرات د والي سیدوحید قاتلي وايي، د اور کچه ډېره لوړه ده او دوی یې د مهارولو هڅې پیل کړې دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې سیمې ته د اور وژنې ډله رسېدلې ده او هڅه کوي چې مهار یې کړي.
تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم.
جمهورخبري آژانس:کابل