۰

هرات: د حبیب غواریاني د وسله والو سره نښته کې ۳۶ تنه ټپیان شوي

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو او حبیب غوریاني د وسله والو کسانو تر منځ نښته کې ۳۶ تنه ټپیان شوي دي.
هرات: د حبیب غواریاني د وسله والو سره نښته کې ۳۶ تنه ټپیان شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو او حبیب غوریاني د وسله والو کسانو تر منځ نښته کې ۳۶ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، نښته پرون چهارشنبې د کب ۱۳ مه ماسپیښن شوې او څو ساعته یې دوام وکړ.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د غوریاني د وسله والو سره نښته په څه رامنځ ته شوې، خو والي وايي، تر نښتې وروسته امنیتي ځواکونه د غوریاني کور ته ننوتي دي.

د هرات والي ویلي، وروسته له هغه چې د حبیب غوریاني وسله والو دوه ملکیان ټپیان کړل، امنیتي ځواکونو همدا راز د یو شمېر نورو کسانو د ځورونې په تړاو عملیات وکړل.

والي زیاتوي، چې د غوریاني وسله وال کسان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بل خوا د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي، په دغه نښته کې د ښځو، کوچنیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په ټپي شویو کسانو کې ۲۷ نارینه، درې ماشومان، یوه ښځه او پنځي امنیتي سرتېري شامل دي، چې د دریو ټپیانو وضعیت ښه نه دی.

حبیب غوریاني په تېرو پارلماني ټاکنو کې د هرات له حوزې نوماند و، خو د ټاکنو کمېسیون په دې خاطر د ده د نوماندۍ صلاحیت رد کړ چې په جرمي قضیه کې په لس کاله بند محکوم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي