۰

بېزنس سټنډرډ: بایډن غواړي افغان جګړه مسوولانه پای ته ورسوي

دوشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۸
بېزنس سټنډرډ ورځپانې په یوه راپور کې ویلي د امریکا ولسمشر جوبایډن هڅه کوي، افغان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.
بېزنس سټنډرډ: بایډن غواړي افغان جګړه مسوولانه پای ته ورسوي
بېزنس سټنډرډ ورځپانې په یوه راپور کې ویلي د امریکا ولسمشر جوبایډن هڅه کوي، افغان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ورځپاڼې په بارو بایډن کولی شي د ټرمپ په څېر خپل سرتېري په بېړه وباسي خو دا کار به هېڅکله ونه کړي.

ورځپانې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جین ساکي له قوله ویلي، بایډن غواړي ځان ډاډه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي، نو همدې خاطر هڅه کوي، چې افغان جګړه په مسولانه ډول پای ته ورسوي.

ساکي ویلي، ولسمشر بایډن په وار وار ویلي چې پر ټاکلې نیټه له افغانستان څخه د سرتېرو وتل ممکن نه دي.

د هغې په وینا نو څو پورې چې نوموړي ډاډ نه وي تر لاسه کړی امریکایي سرتېري به افغانستان کې پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي