۰

بایډن افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه

پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۴
د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه وايي، تر ۱۱ د سپټمبر پورې به ټول ځواکونه له دې هېواده وباسي.
بایډن افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه
د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه وايي، تر ۱۱ د سپټمبر پورې به ټول ځواکونه له دې هېواده وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن پرون چهارشنبې د وري ۲۵ مه د افغانستان په اړه خپله وینا کې ویلي، چې د مۍ له اولې نېټې به د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي او تر سپټمبر پورې به ټول افغانستان پرېږدي.

خو ټینګار یې وکړ، چې وتل به په بېړه نه وي، بلکې مسوولانه، سنجېدلي او خوندي توګه به له خپلو ټولو متحدینونو او شریکانو سره په همغږۍ تر سره شي.

د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې باید پوه شي که دوی ووځي او بیا برید پرې وشي نو د خبل ځان او خپلو شریکانو څخه به په ټول توان دفاع وکړي.

نوموړي و ویل«طالبانو سره به د خپلو ژمنو په اړه حساب وکړو، تر څو ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغو شریکان وګواښي.

جوبایډن زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت هم د امریکا سره ورته ژمنه کړې او امریکا به د ترهګرو ګواښونه څاري.

هغه ویلي« موږ به د ترهکرۍ ضد قابلیتونه او خپلې اساسي منابع په سیمه کې بیا تنظیم کړو، تر څو د ترهګرو د بیا رامنځ ته کېدو مخه ونیسو چې زموږ هېواد ته ګواښ دي.»

دی وايي، د امریکا ملي ستراتېژي د هغه په امر بدلېږي تر څو د تروریستانو پراخ ګواښونه نه یواځې په افغانستان کې بلکې په هر ځای کې چې رامنځ ته کیږي وڅاري.

د هغه په وینا امریکایي ځواکونه د القاعده شبکې د جړلو د ایستلو لپاره افغانستان ته تللي وو او د دغه شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو او دغه ماموریت بشپړ شو.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې دوی نشي کولای په افغانستان کې د خپل پوځي شتون د اوږدولو او یا پراخولو لړۍ ته پدې هیله دوام ورکړو چې وتلو ته مطلوب وضعیت برابر کړي او یوې مختلفې نتیجې ته انتظار و اوسي.

دا ځکه چې په خبره یې دی د امریکا څلورم ولسمشر دی، چې په افغانستان کې د امریکا ځواکونو د شتون شاهد او نه شي کولی دا مسوولیت پنځم ولسمشر ته پرېږدي.
بایډن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او بشري فعالیتونو د دوامپه اړه هم خبر وکړې ویې ویل، چې امریکا به د افغانستان د حکومت نه به د پرمختیایي، بشري مرستو، د ښځو او افغان نجونو د حقونو د ساتلو له لارې په دوامداره توګه ملاتړ وکړي.

ده و ویل«موږ به په پرله پسې توګه افغان ملي او امنیتي ځواکونو ته مرستې برابرې کړو، د خپلو شریکانو ترڅنګ موږ شاوخوا ۳۰۰ زره پرسونل ته زده کړې کوو او تجهیز کوو یې، او هغوی په زړورتیا د خپل هېواد له لورې مبارزه کړې او د افغانستان د ولس څخه به په لوړه بیه دفاع وکړي.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان، هند، روسیې او چین څخه وغوښتل چې د افغانستان ملاتړ وکړي.

هغه دا هم زیاته کړه، چې امریکا به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو ملاتړ کوی چې د ملګرو ملتونو له خوا پر مخ ځي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویل ځل بیا و ویلو چې امریکایي ځواکونه د هغه وحشتناکو بریدونو په دلیل چې ۲۰ کاله مخکې شوي وو افغانستان ته تللي دي، خو دا نشي توجیح کېدای چې ولې باید په ۲۰۲۱ کې هم هلته واوسو.

دی وايي، تر اوسه ۲۴۸۸ امریکایي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي، ۲۰۷۲۲ تنه نور ټپیان شوي او د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسېږي او امریکایي ځواکونه هېواد ته راستانه شي.

امریکا ولسمشر جوبایډن په اخر کې ویلي، چې د طالبانو سره د جګړې پر ځای امریکا باید پر هغو ننګونو تمرکز وکړي، چې راتلونکی موقف یې ټاکي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي