ملي دفاع وزارت نیمروز ولایت کې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یوه زندان د ماتېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وري ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ ځانګړو ځواکونو تېره شپه د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې.
سرچینه زیاتوي، په دغه عملیاتو کې زندان مات او ۲۰ تنه زندانیان چې ۱۷ د پوځ سرتېري او ۳ پولیس دي ترې راخوشي کړل شول.
ملي دفاع وزارت وايي، د زندان ماتولو په دې عملیاتو کې د یوه کلیدي قوماندان مولوي بشیر په ګډون ۷ طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل