۰

سعودي ته د افغانستان صادراتو کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی

سی شنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۴
سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه هېواد ته له افغانستان څخه صادراتو کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سعودي ته د افغانستان صادراتو کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی
سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه هېواد ته له افغانستان څخه صادراتو کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان سفارت پرون دوشنبې د غوايي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي د کرونا وبا د محدویتونو سربېره د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۰۲۰ کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو ډېرو و.

په خبرپاڼه کې د سعودي عربستان د رسمي احصایې له مخې ویل شوي، چې ۲۰۱۹ کې له افغانستانه، سعودي ته ۱۳.۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي خو په ۲۰۲۰ کې دا کچه ۲۸.۵۶ میلیون ډالرو ته لوړه شوې وه.

له افغانستانه، سعودي عربستان ته په صادرو شویو توکو کې تر ډېره زعفرانو، وچې مېوې او غالیو ډېره ونډه درلوده، چې د هوايي دهلېزونو له لارې صادر شوي دي.

افغان چارواکي وايي، سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو د پلان له مخې د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۴۲٫۵ ملیونه ډالرو اټکل شوی دی.

سفارت وايي، د کابل او ریاض ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په پام به د سوداګریزې پراختیا دغه بهیر جاري او د چټکتیا هڅې به یې روانې وساتل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي