افغان حکومت د سولې په تړاو د ترکیې استانبول کې د جوړېدونکې غونډې لپاره د چمتوالي هڅې ګړندۍ کړې، خو لا هم نه ده معلومه چې طالبان په کې ګډون کوي که نه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم د حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو تېره جمعه په خپله کتنه کې د استانبول غوندې پر چمتوالي بحث کړی خو لا یې هم د جوېدو نېټه نه ده معلومه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي وايي، دوحه کې د وروستۍ غونډې پر مهال تر ډېره حده ښکاره شوه چې د طالبانو پلاوی به د استانبول په غونډه کې برخه واخلي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د استانبول په غونډه کې د دوی د ګډون په اړه لا کوم پرمختګ نه دی شوی.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري ویلي افغان حکومت د استانبول د غوندې لپاره چمتوالی چټک کړی او پکې فعالانه ګډون ته تیار دی.
نوموړي ټینګار کړی د استانبول پر غونډه کار روان دی، خو تر اوسه یې وخت نه دی مشخص شوی.
ټاکل شوې وه، چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه د تېرې میلادي اپرېل میاشتې په ۲۷ مه پیل شي، خو د طالبانو د نه ګډون له امله وځندول شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل