۰
محمود خان اڅکزی:

د م، م  امنیت شورا د له افغانستان د ګاونډیو لاسوهنې لنډې کړي

شنبی ۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۷
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او وتلی سیاستوال محمود خان اڅکزي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غوښتي، چې په افغانستان کې د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو مخنوی وکړي.
د م، م  امنیت شورا د له افغانستان د ګاونډیو لاسوهنې لنډې کړي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او وتلی سیاستوال محمود خان اڅکزي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غوښتي، چې په افغانستان کې د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو مخنوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي پر خپل ټوېټر پالڼه د افغانستان د جګړې لامل د ګاونډیو لاسوهنې بللې خو د کوم ګاونډي نوم یې نه دی اخیستی.

نوموړي زیاته کړې، چې که ګاونډیان د افغانستان د جګړې اور ته همداسې لمن و وهي نو دوی به هم ترې خوندي پاتې نه شي او یوه ورځ به تر دغه هېوادونو هم دا اور ورسېږي.

محمود خان اڅکزي په ټوېټر پاڼه لیکلي« نړۍ نن د پوهې داسې کچې ته رسېدلي چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي نه وژني، خو افغانان هره ورځ وژل کېږي او څوک ارزښت هم نه ورکوي.

د پښتونخوا ملي عموامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر طالبانو غږ کړي، چې نور له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي