۰
میلیټري ټایمز:

ښايي د امریکايي ځواکونو ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۱۵
میلټري ټایمز ورځپاڼې په یوه شننه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، ښايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي.
ښايي د امریکايي ځواکونو ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي
میلټري ټایمز ورځپاڼې په یوه شننه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، ښايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي ورځپاڼې زیاته کړې، چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته تجربه شوې، چې د امریکايي ځواکونو یو شمېر موټء او تجهیزات د داعش ډلې لاس ته ورغلي دي.

ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، دوی تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته د یو شمېر تجهیزاتو د ورکړې خبره کړې ده خو ټینګار یې کړی دی چې افغان چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی چې یاد تجهیزات به د طالبانو لاس ته نه ورځي.

په ورته وخت کې ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي قانون جوړونکو په حواله ویلي، د ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمېر داسې مسائل شته چې ګونګ پاتې دي او امریکایي حکومت یې تر اوسه په اړه دوی ته ډاډ نه دی ورکړی.

میلټري ټایمز دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د دفاع وزارت ویلي، دوی د وتلو سره سم په څو پروازو کې تر اوسه پورې د ۳۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات او وسایل بېرته امریکا ته لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي