د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال جوزف ووټل وايي، که پاکستان رښتیا هم افغانستان کې سوله غواړي نو خپله خاوره کې د طالبانو مرکزونه له منځه یوسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ووټل په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې پاکستان تر اوسه د افغان جګړې په ختمولو کې اړینه همکاري نه ده کړې.
نوموړي ویلي، د افغان جګړې په پای ته رسولو کې د پاکستان رښتینې همکاري اړینه ده او دا هېواد باید د افغان سولې پروسه کې رښتینې هڅې وکړي.
جنرال ووتل زیاته کړې« پاکستان که په رښتیا په افغانستان کې د جګړو ختمول غواړي نو تر هر څه وړاندې دې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه له منځه یوسي او د سولې په برخه کې دې هڅو ته ادامه ورکړي.»
دغه امریکايي جنرال وايي، د دې تر څنګ دې پاکستان د طالبانو پر مشرانو فشارونه راولي څو دوی سولې ته حاضر شي او له جګړو لاس په سر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تازه څرګندونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي منلې چې دوی له طالبانو سره اړیکې لري، خو زیاته کړې یې ده، چې کڼترول پرې نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل