۰

امریکا: ځواکونه له افغانستان وباسو خو سیمه یوازې نه پرېږدو

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۹
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو سیمه او خپل متحدین به یوازې پرې نه ږدي.
امریکا: ځواکونه له افغانستان وباسو خو سیمه یوازې نه پرېږدو
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو سیمه او خپل متحدین به یوازې پرې نه ږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي، له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته به امریکا په سیمه کې پیاوړی حضور ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ځواکونو وتل په دې مانا نه دي، چې ګڼې امریکا به سیمه پرېږدي، بلکې ژمنه کوي، چې خپل سیمه‌ییز متحدین به یوازې پرې نه ږدي.

ټاکل شوې د سپتمبر تر میاشتې پورې ټول امریکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

امریکا په سیمه کې پر پیاوړي حضور پر داسې مهال ټینګار کوي، چې ویل کېږي په ځینو سیمو کې یې د پوځي اډو په جوړلو کار پیل کړی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې روسیې او یو شمېر نورو رسنیو ویلي، امریکا له افغانستان د ځواکونو ایستلو لړۍ له پیل سره سم له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې د یوې لویې پوځي اډې په جوړولو لاس پورې کړی دی.

راپورونه وایي، پاکستان امریکا ته اجازه ورکړې، چې له خاورې یې ګټه واخلي او پوځي اډې په کې جوړې کړي، خو پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې ده.

سرچینې د امریکا د دفاع وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله دا خبر ورکړی، چې پاکستان په خپله خاوره کې امریکا ته د پوځي اډو د جوړلو اجازه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي