۱

کابل او یو شمېر نور ولایتونو کې بیا قرنطین شو

شنبی ۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۴
افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې له شدت او د ناروغانو ورځ تر بلې زیاتېدو سره سم عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې قرنطین اعلان کړ.
کابل او یو شمېر نور ولایتونو کې بیا قرنطین شو
افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې له شدت او د ناروغانو ورځ تر بلې زیاتېدو سره سم عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې قرنطین اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د غبرګولي ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل د کرونا له امله ټول پوهنتونونه، ښوونځي، ښوونیز مرکزونه رخصت دي.

دغه وزارت د قرنطین موده دوه اوونۍ اعلان کړې وايي، دا کار یې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو د مخنیوي لپاره کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل، وردګ، لوګر، غزنی، ننګرهار، پکتیا، پروان، پنجشېر، بلخ، لغمان، کاپیسا، کندوز، بدخشان او نیمروز کې سر له نن څخه تر دوه اوونیو پورې ټول تعلیمي او تحصلي مرکزونه باید وتړل شي.

سرچینه وايي، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې هېواد کې د کرونا ویروس د تازه ثبت شویو پېښو شمېر په یوه ورځ سلګونو کسانو ته ورسېده او د لا زیاتېدو په حال کې دی.

لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې کابل ښاروالۍ تېره پنشنبې پرېکړه کړې وه، چې راتلونکې اوونۍ به کابل کې ټول د ودونو هوټلونه او تالارونه بند کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي