۰

خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سیمې ته سفر پیل کړی دی

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره د دوی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.
خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سیمې ته سفر پیل کړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره د دوی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، خلیلزاد د امریکا د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په شمول د څو امریکايي ادارو له چارواکو سره یوځای کابل، دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته روان شوی دی.

امریکا وايي، یاد پلاوی به د افغانستان د حکومت له چارواکو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره وویني چې د سولې د پروسې په اړه د هغوی نظرونه واوري.

د راپور له مخې، امریکايي پلاوی به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي حللارې او د افغانستان له پرمختیايي چارو سره د امریکا د حکومت د ملاتړ په اړه ژمنه تازه کړي.

په دوحه کې به زلمی خلیلزاد دواړه خواوې وهڅوي چې د سیاسي جوړجاړي لور ته چټک ګامونه واخلي څو هغه پرمختګونه خوندي شي چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د سیمې د هیوادونو له مشرانو سره هم و ویني او د افغانستان د سولې پر پروسې، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي