۰
امریکا طالبانو ته!

که د نجونو او ښځو په اړه له کړو پرېکړو په شاه نه شی فشار زیاتوو

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۷
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان د نجونو او ښځو په اړه له خپلو پرېکړو په شا نه‌شي، له ډېر فشار سره به مخ شي.
که د نجونو او ښځو په اړه له کړو پرېکړو په شاه نه شی فشار زیاتوو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان د نجونو او ښځو په اړه له خپلو پرېکړو په شا نه‌شي، له ډېر فشار سره به مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا ویلي، د ښځو په اړه د طالبانو تګ‌لاره د بشري حقونو خلاف عمل دی او دا ډول کړنې به له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې زیانمنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو سره خبرو کې ویلي، داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي او ټول ‌ګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا ده، خو طالبانو د دې پر ځای د نجونو او ښځو د ځورولو سیاست ته لومړیتوب ورکړی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په برخه کې له بشري حقونو ضد پرېکړو، په شا شي.

پرایس ویلي«موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره له نږدې سلا مشورې کړي، که چېرې دوی له خپلو دې پرېکړو په شا نه ‌شي، داسې لارې شته چې موږ به پر طالبانو د فشار زیاتولو ته دوام ورکړو، څو هغه ژمنې عملي کړي چې تر ټولو مخکې یې له خپلو خلکو سره کړې وې، نه دا چې یوازې نړیوالې ټولنې ته یې یادونه وشي.»

خو د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حجاب د افغانانو کورنۍ موضوع ده او د زور زیاتي په معنا نه ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا افغان ښځې خپله حجاب مراعتوي، هغه یو سلنه چې پاتې دي، هغوی ته هم اختیارات ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي