۰

ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت او مدیریت مسوولیت غواړي

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۱
راپورونه وايي، ترکیې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیتي او مدیریتي چارو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت او مدیریت مسوولیت غواړي
راپورونه وايي، ترکیې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیتي او مدیریتي چارو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ترکیې په تېره مۍ میاشت کې د ناټو عمومي غونډې ته دا وړاندیز کړی او د دغه کار لپاره یې یو لړ شرایط ټاکلي دي چې باید پوره شي.

یوه ترکي چارواکي رویټرز ته ویلي انقرې او واشنګټن په دې اړه خبرې او امریکا د تریکې ځینې شرطونه هم منلي دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د دفاع وزیر پرون ویلي، چې د ترکیې شرطونه د ایتلافیانو په مرستو پورې تړلي دي او ترکیه شرایطو ته په کتو غواړي افغانستان کې پاتې شي.

دی وايي، د ترکیې شرطونه سیاسي، مالي او لوژیستکي ملاتړ دی چې که دا شرطونه پوره شي نو ترکیه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پاتې کېدای شي.

یوه امریکايي چارواکي هم دا تایید کړې ویلي یې دي، امریکا د انقرې د دې وړاندیز هرکلی کوي، خو په وینا یې هغوی ډېرې پیسې غواړي.

دغه چارواکي همدغه راز په ترکیې باندې د اعتبار مسئله هم یاده کړه، خو وایي چې واشنګټن هڅه کوي یوه حل لاره پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ناټو بله دوشنبه پر افغانستان خبرې کوي چې د امریکا او ترکیې ولسمشران جوبایډن او رجب طیب اردوغان به هم په کې له یو بل سره و ویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي