۰
سعودي کې افغان سفیر:

نور له پاکستانه څوک د افغانستان خلاف فتوا نه شي ورکولی

شنبی ۲۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۱
سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي وايي، د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس کې پرېکړه وشوه، چې نور پاکستان کې څوک د افغانستان خلاف فتوا نه شي ورکولی.
نور له پاکستانه څوک د افغانستان خلاف فتوا نه شي ورکولی
سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي وايي، د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس کې پرېکړه وشوه، چې نور پاکستان کې څوک د افغانستان خلاف فتوا نه شي ورکولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د سعودي عربستان په کوربه توب او عالم اسلام په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د دیني علمانو کنفرانس خورا ګټور او مهم وباله.

دغه کنفرانس د تېرې پنشنبې په ورځ په حضوري او انلاین بڼه د یادونو هې،ادونو د دینې عالمانو تر منځ په افغانستان کې په روانې جګړې او سولې جوړ شوی وو.

سعودي کې افغان سفر جاوید احمد مجددي دغه کنفرانس له لاسه ته راوڼو ډک بولي وايي، نور پاکستان کې څوک د افغانستان خلاف فتوا نه شي ورکوی.

نوموړي زیاته کړې، د دغه کنفرانس د پرېکړو د عملي کولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی، چې وخت په وخت به ناستې کوي او د کنفرانس پرېکړو او علامیې د عملي کولو په اړه به سلا مشورې کوي.

سعودي کې افغان سفیر ښاغلی مجددي زیاتوي، دا کمېسیون به په پاکستان کې د افغانستان خلاف د فتواګانو ورکولو او تاوتریخوالي ته د هوا ورکولو د هڅو مخنیوی هم کوی.

ښاغلی مجددي وايي، سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اصلي غوښتنه ده، او په دې برخه کې د پاکستان د علماوو ملاتړ اړین وو.

دی وايي، د پاکستان دیني عالمانو اوسنۍ جګړه تحریم کړه او هر ډول تاوتریخوالی چې افغانانو او عام المنفعه ته زیان رسوي، مردود وګڼل.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي