۰

امریکايي سناتور: ښايي امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته ستانه شي

یکشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۳
د امریکا د کانګریس د سنا جرګې یو غړی مایک والټز وايي، دا احتمال شته چې امریکايي پوځیان د مجبوریت له مخې بیا افغانستان ته لاړ شي.
امریکايي سناتور: ښايي امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته ستانه شي
د امریکا د کانګریس د سنا جرګې یو غړی مایک والټز وايي، دا احتمال شته چې امریکايي پوځیان د مجبوریت له مخې بیا افغانستان ته لاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور والټز، د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته ویلي، که په افغانستان کې امنیتي ګواښونه زیات شي، امریکايي پوځیان مجبوره دي چې بېرته دغه هېواد ته لاړ شي.

د هغه په وینا، ډېر احتمال شته چې د طالبانو له لوري د سیمو له لاندې کېدو وروسته القاعده راوړاندې شي او پر امریکا د حملو پلانونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې«په داسې حالت کې به موږ مجبوره شوو چې بیا افغانستان ته وګرځو.»

دغه امریکايي سناتورد هغو استخباراتي معلوماتو غوښتنه وکړه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا پوځ او استخبارتو ترلاسه کړي څو افغانستان ته د ځواکونو د بیا لېږلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستل شی.

په ورته وخت کې د استخباراتو او امنیت په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون مرستیال رونالډ مولټزي د دغه امریکايي سناتور د خبرو پخلی کړی دی.

نوموړي هم ویلي، چې استخبارات د سرتېرو د بېرته ګرځېدو په اړه غور کوي.

رونالډ موټلزي زیاته کړې«دا کټ مټ داسې موضوع ده چې موږ پرې غور کوو. باید ډاډه شوو چې استخباراتي ادارې پرې کار کوي.»

دغه امریکايي چارواکو یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا اوس له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ چارواکو خبر ورکړ، چې تر ۵۰ سلنه پورې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو بهیر بشپړ شوی او نور هم په چټکۍ روان دی.

د امریکا د ولسمشر د پرېکړې له مخې ټول سرتېري به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه وباسي، خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، ښايي سرتېري د جولای تر نیمايي پورې افغانستان پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي