د سیمه ییزې ارګانونو خپلواکه اداره وايي، عبدالصبور قانع د سید عبدالوحید قتالي پر ځای د هرات ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې سترپاسوال عبدالصبور قانع د دوی په وړاندیز او د ولسمشر د حکم پر اساس د نظامي رتبې په حفظ سره د هرات والي وټاکل شو.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د هرات والي وحید قتالي و، چې اوس یې ځای جنرال قانع ونیوه.
جنرال عبدالصبور قانع تر اوسه پورې د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي معین او ملي امنیت د مرستیال په توګه دندې تر سره کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل