۰

دوه موټر بم ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۳
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو دوه موټر بم ځانمرګي برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړي دي.
دوه موټر بم ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو دوه موټر بم ځانمرګي برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د غبرګولي ۲۷ مه یوه خبرپانه کې ویلي، دغه ځانمرګي تېره شپه د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د شپې ۲:۴۰ دقیقې وې، چې دوه ځانمرګو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرو په واسطه د دولت آبد ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ برید وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې د کمانډو ځواکونو له خوا پېژندل شوي او له منځه وړل شوي دي.

شاهین قول اردو زیاته کړې، چې په موټر چاودنو کې یوازې دواړه ځانمرګي له منځه وړل شوي او نور چا ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي