۰
هالنډ مېشتي افغانان:

نړیوال دې چوپتیا ماته او افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې مخه ونیسي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۳
هالنډ مېشتو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او روانې کړې جګړې پر ضد لاریون وکړ او پر نړیوالو ټولنه یې غږ وکړ، چې د پاکستان مخه ونیسي.
نړیوال دې چوپتیا ماته او افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې مخه ونیسي
هالنډ مېشتو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او روانې کړې جګړې پر ضد لاریون وکړ او پر نړیوالو ټولنه یې غږ وکړ، چې د پاکستان مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون کوونکي د هالنډ پلازمېنه کې راغونډ شوي و او افغانستان کې یې د جګړې او تاوتریخوالي ضد شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو پاکستان او ایران په افغانستان کې په لاسوهنې تورن کړل او د دې غوښتنه یې وکړ، چې ژر تر ژره دې افغانستان کې د دغه دواړو هېوادونو نیابتي جګړې ودرول شي.

دوی ویل د روانې جګړې ګټه ټوله پنجاب او تهران ته رسېږي خو وینې پکې د افغانانو تویېږي او د افغانستان د ویجاړولو پروسه یې روانه کړې ده.

لاریون کوونکو همدا راز په هېواد کې له ولسواک نظام، بشري حقونو، بیان ازادۍ او د اقلیتونو د حقونو خوندي کول غوښتي دي.

دوی پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې مضره چوپتیا ماته کړي او په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې او وحشت په اړه خپل غږ اوچت کړي.

لاریون کوونکو ویلي دوی به تر هغه خپلو لاریونونو ته ادامه ورکوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شوې نه وي او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې ګامونه اوچت کړي نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي