۰
د بښنې نړیوال سازمان:

د افغان جګړې ښکېل لوري دې بشري قوانین مراعات کړي

سی شنبه ۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د بښنې نړیوال سازمان د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د بشري قوانینو ته درناوی وکړي.
د افغان جګړې ښکېل لوري دې بشري قوانین مراعات کړي
د بښنې نړیوال سازمان د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جګړې دواړو لورو په وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې هغه بشر ضد کړنې او جنګي جنایت ګڼل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له لوري د اسیرانو وژلو او همدا راز د حکومتي ځواکونو له لوري د وژل شوو جسدونو ته د اور ورته کولو پېښو ته اشاره کړې ده او دا ډول کړنې یې بشر ضد جنایت بللی دی.

سرچینه وايي، په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي او ښکېلې خواوې دې خبرو ته سره کېني.

په ورته وخت د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، په افغانستان کې جنګي جنایتونه روان دي او باید یوه نړیواله بې طرفه ډله وګومارل شي څو دغه جنایتونه وڅېړي او په اړه یې خپلواکې پرېکړې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي