۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

که طالبان سوله ونه کړي، جګړه به په ډول دوام پیدا کړي

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۴
د ولسمشر غني دویم مرستیال سروردانش خبرداری ورکړی، چې که وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېنږدي جګړه به په بل شکل دوام وکړي.
که طالبان سوله ونه کړي، جګړه به په ډول دوام پیدا کړي
د ولسمشر غني دویم مرستیال سروردانش خبرداری ورکړی، چې که وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېنږدي جګړه به په بل شکل دوام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دانش دغه څرکندونې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۵ مه د افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي د سولې پروسه کې د قطر له همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدو د سولې پروسه بې باوره کړې، په داسې حال کې، چې افغان ولس نور له جګړې ستړی شوی او د سولې انتظار کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، که طالبان د زور له لارې غواړي د افغانستان پر ولس واک وچلوي، نو هېڅ وخت به خپل هدف ته ونه رسېږي او د افغانستان خلک به ورته تسلیم نه شي.

دانش وايي، افغان دولت د سولې لپاره ټول اړین اقدامات کړي، پلاوی یې قطر کې د مذاکراتو انتظار کوي، خو طالبانو د مذاکراتو میز پرېښی او پر جګړه ټینګار کوي.

ښاغلي دانش خبرداری ورکړی، چې که طالبان سولې ته تن ورنه کړي، نو جګړه به په بل شکل دوام پیدا کړي او مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې، باور رامنځ ته کولو او افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لپاره د تاوتریخوالی کمول اړین دي او ټول افغان ولس پر عدالت او عزت ولاړه تل پاتې سوله غواړي.

دی وایي، افغان حکومت له قطر او ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې د سولې خبرو د بنست ماتېدو لپاره لاس په کار شي او افغان حکومت یې دغو هڅو ته درناوی لري.
 
په ورته وخت د قطر ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې غواړي، چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي او افغانستان کې جګړې پای ته ورسېږي.

دی وايي، ده او د قطر هېواد د طالبانو استازو ته په ټينګه ویلي، چې د زور او جګړې له لارې نه شي کولی د افغانستان د خلکو په برخلیک واکمن شي.

دغه لیدنه کې کابل کې د مصر شارژدافیر عبدالناصر الحجري ویلي، دا چې په ثمر ته د سولې رسېدو په برخه کې سیاسي او امنیتي عناصر شامل دی، نو باید افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر سیاسي مشارکت هوکړه وشي.

نوموړي هم خبرداری ورکړ، چې افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام نه یوازې افغانستان بلکې، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم منفي پایلې لرلی شي.

د قطر شارژدافیر وايي، هېواد یې د سولې پروسه کې هېڅ پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي، چې په دې حساسو شرایطو کې دواړه لوري د سولې پایله لرونکې او مانا داره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي