۰
د افغان ځواکونو ګډ ویاند:

په وروستیو ورځو کې کابو ۴ زره طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۳
د افغانستان د امنیتي بنسټو ګډ ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي، په وروستیو ورځو شپو کې کابو ۴ زره وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وروستیو ورځو کې کابو ۴ زره طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان د امنیتي بنسټو ګډ ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي، په وروستیو ورځو شپو کې کابو ۴ زره وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شنیواري چې نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۶ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته د هېواد د روان امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکول و ویل، چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په ۷ ولایتونو کې اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو په دغه ولایتونو کې په ټولیز ډول ۲۷۸ ګډ، ځانګړي، چاڼیز، کمانډويي او هوايي عملیات کړی دي.

جنرال شینواری وايي، په دغه عملیاتو کې ۲۳۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴۱۲ تنه نور ټپیان او د داعش د ۸ غړو په ګډون ۱۸۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
 
همدارنګه دی وايي، په دې عملیاتو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته نیولې او د طالبانو ۱۶۵ خښ شوي ماینونه هم د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړای شوي دی.

په ورته وخت کې جنرال شینواري زیاته کړه، چې طالبانو په همدې موده کې ۵ ځانمرګي بریدونه، ۷۰ ماین چاودنې او ۲۴ غلچکي بریدونه کړي، چې ۴۳ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۱۶۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
 
جنرال شنیواري د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ، چې ډېر ژر به د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره افغان ځواکونه لاس په کار شي او د کار نتیجه به یې ولس وګوري.

د ده په وینا افغان ځواکونه اوس مهال د پرسونل، مورال، تعلیماتو، تجهیزاتو او لوجستکي اکمالاتو له پلوه هېڅ ډول ستونزه نه لري او ډاډه دی، چې د دښمن پر وړاندې به بریا تر لاسه کوي.

د امنیتي ارګانونو ګډ ویاند ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به په ټول توان سره د خپل ولس، خاورې او ملي ګټو څخه په بشپړه او کلکه توګه دفاع وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي